په فارس خلیج سیمه کې د ایران تر ټولو نېږدې ملګري هېواد عمان ویلي کېدای شي د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ټلواله کې برخه واخلي.
عربي رسنیو رپوټ ورکړی چې د عمان دفاع وزیر په چارشنبه په یوه لیک کې خپل سعودي سیال شهزاده محمد بن سلمان ته دا خبره کړې ده.
ویل کېږي چې په راتلونکیو اوونیو کې به د سعودي عرب دفاع وزیر محمد بن سلمان آل سعود عمان ته سفر وکړي.
د عمان او سعودي عرب اړیکې د دې لپاره تېر وخت خرابې وې چې دا هېواد د سعودي له سیال ایران سره نېږدې اړیکې لري.