د لاسرسي ځای

د ننګرهار امنیتي چارواکي دعوه کوي چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله لس تنو مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د پنحشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

یاد برید تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ کنډي باغ سیمه کې شوی چې له امله یې درې تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او اوه تنه یې ټپیان شوي دي.

د مشرقیوال په خبره په برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.


د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG