د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست نوې ودانۍ پرانیستل شوه


د چارشنبې په ورځ په پکتیکا کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لپاره نوې ودانۍ چې د څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده درې پوړیزه وداني چې څوارلس اداري خونې لري او د کلیو پراختیا وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوې، د برېښنا، انټرینټ او ټېلیفون پر سیستم سمباله ده.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وویل، چې یاده وداني عصري او د انجینرۍ په معیارونو برابره جوړه شوې ده.

الیاس وحدت د یادې ودانی د ودانیز شرکت معیاري کار وستایه اوترڅنګ یې د نورو ساختماني شرکتونو وغوښتل، چې د بیارغونې هره پروژه د ملي احساس له مخې پدې معیار او نمونې عملي کړي.

''د کلیو پراختیا ریاست په پکتیکا ولایت کې د فعالو ریاستونو په سر کې دی، زه د دې ودانۍ د لیدو لپاره دوه ځلې راغلی یم، ما يې قراردادي پیدا نکړو چې څوک وو، نن مې دا انجینر صیب ولیده، چې خبرې يې کولې او د نظارت مسوول يې وو، یواځې په پکتیکا ولایت کې نه بلکې ګاونډي څومره ولایتونه چې دي، پدې ډول عصري او معیار برابره وداني یو شرکت هم نده جوړه کړې.''

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس نجیب الله جاهد وایي، چې د یادې ادارې فني او مسلکي پرسونل د دې ودانۍ له ودانیزو چارو په پرلپسې توګه څارونه کړې ده.

نوموړي وویل، ولس ته رښتینی خدمت يې له مهمو هدفونو دي او له همدې کبله د خلکو ښه همکاري د دې سبب شوې ده، چې د پکتیکا په ډیریو ولسوالیو او کلیو کې د دوی پروژې له هر ډول ستونځو پرته ترسره کیږي او د یو شمیر يې عملاً کارونه روان دي.

''له هره اړخه به مو کوښښ داوي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست یو نمونه ریاست جوړ کړو او نن لله الحمد دې هدف ته په رسیدو کې یو، هغه هدف مو چې لاره تر څو ولسونو ته کار وکړو، نن مو د پکتیکا په اکثریتو برخو کې کارونه روان دي.''

د یادونې وړ ده، د روانې اونۍ په سر کې د پکتیکا په بکخېلو کې هم د هاشمیه په نوم د یو ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو کارونه د څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت پیل شول، چې ودانیزې چارې به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

امریکا دې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي: کرزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG