د لاسرسي ځای


افغان چارواکي دعوه کوي چې په چپرهار او هسکه مېنه ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې د بهرنیو ځواکونو په ډرون بریدونو کې درې داعشیان او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څلور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دغه بریدونه د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سیمه کې ترسره شوي دي.


د نوموړي په وینا په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو عراده ډاډسن موټر هم ویجاړ شوی دی .خو وسله والو طالبانو او داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG