د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په تاجکستان کې د خپلو پوځیانو شتون پیاوړی کوي


په سېشنبه په تاجکستان کې د روس سفیر وویل، غواړي په تاجکستان کې د خپلو ځواکونو ګمارنه پراخه کړي او له دوشنبې سره یې په دې موخه خبرې پیل کړي چې د تاجکستان یو هوايي مرکز په شریکه وکاروي.

روس له دوشنبې سره نېږدې د ځمکنیو ځواکونو مرکز لري چې تر اوو زرو پورې سرتېري پکې ګمارل شوي دي او پروسږ کال دوی څلور بریدګرې او لوژیستیکې هېليکوپټرې د اینې اډې ته ولېږدولې. سفیر ایګور فرولوف په دوشنبه کې خبریالانو ته وویل، د روسې او تاجکستان حکومتونه د یو داسې تړون لپاره په خبرو بوخت دي چې له مخې یې روسیه د ایني اډې له کارولو ګټه پورته کړي او هلته خپل شتون پیاوړی کړي.

په هم دې حال کې د روسیې په مشرۍ د مشترکه سلامتۍ تړون سازمان غړیو په سېنټ پیترزبورګ کې د غونډې پر مهال په دې خبره بحث وکړ چې تاجکستان ته باید کومک هم ورکړل شي څو د افغانستان سره په خپله پوله د امنیت د مخ په خرابیدونکي حالت د څارلو لپاره کار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG