د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مسکو کې نن د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي


ټاکل شوې ده نن(سېشنبه) د روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په مسکو کې په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت هېڅ استازی ګډون نه ‎لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان په اړه د افغانستان د استازي له موجودیت پرته دا ډول غونډې د اندېښنې وړ بولي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني مشال راډیو ته وویل، دا ډول غونډې مثبتې نتیجې نه ‎لري:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د دې غونډې په هدف کې شته ابهام او په دې برخه کې له افغانستان سره د همغږۍ نشتوالی، د اندېښنې وړ بولي او له اړوند لورو توضیحات غواړي."

تراوسه پورې د مسکو د نننۍ غونډې اجنډا روښانه شوې نه ده، خو یو شمېر سرچینو ویلي، د روسي، چین او پاکستان په دې درې اړخېزه غونډه کې به د افغانستان په اوسني وضعیت او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG