د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د افغاني او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون


په کندهار کې د افغاني او ایراني تولیداتو ګډ درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه درې ورځني نندارتون د ایران د بېلابېلو سیمو او د کندهار د لسګونو صنعتکارانو په ګډون د ایران د سستان- بلوچستان او د کندهار د چارواکو له‎خوا پرانېستل شو چې په کې یو شمېر خوراکي او غیرخوراکي مواد غالۍ په لاس ګنډل شوې افغاني جامې کرنیز محصولات او نور ډول-ډول تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې نندارتون د پرانېستلو پر مهال افغان چارواکو وویل چې دوی غواړي د دې ډول نندارتونو په وسیله افغاني تولیداتو ته بازار پیدا کړي او په افغانستان کې د پانګونې برخه کې د ایراني سوداګرو پام راواړوي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا مشال راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې په شاوخوا ۷۵ غرفو کې ایراني صنعتکارانو او په شاوخوا ۲۵ غرفو کې افغاني صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.

ښاغي بینا زیاته کړه:

"دا د ایران غوښتنه وه موږ هم خپل تولیدات ورسره یو ځای کړه او دا دی تاسې يې ویني چې دا نندارتون پرانېستل شو."

په عین وخت کې یو شمېر صنعت‎کاران د افغاني تولیداتو د شهرت لپاره دا ډول نندارتونه ګټور بولي.

د دوی په وینا ډېری خلک د خپل هېواد د تولیداتو په اړه معلومات نه‎ لري.

محمد شفق چې د کندهار په صنعتي پارک کې د مسالې جوړولو فابریکه لري او په دغه نندارتون کې يې خپل تولیدات نندارې ته ایښي د وطني تولیداتو لپاره پر عامه پوهاوي ټینګار کوي.

د کندهار سوداګر که څه هم د افغان او ایراني پانګه‎والو ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره دا ډول نوښتونه ګټور بولي خو تردې مخکې دغه سوداګرو تل شکایت کړی چې ایراني چارواکي د ویزو برخه کې سمه همکاري نه ورسره کوي او ډېر وخت د چین او نورو هېوادو څخه د دغه هېواد د لارې د مالونو د را انتقال پر مهال ستونزې ورته جوړوي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG