د لاسرسي ځای

تازه خبر

تور سمندګي کې د روسۍ لوېدلې الوتکې مړيو لټون روان دی


په تور سمندرګي کې په زرګونه امدادي کارکونکي د هغې پوځي الوتکې د قربانیانو د مړیو موندولو هڅې کوي چې د اتوار پرورځ د روسیې له سیلګریزه ځایه سوچي څخه د شام لاضاکیه ښار ته روانه وه چې لږ وخت وروسته د حادثي ښکار شوه. په دغه الوتکه کې سپاره ټول ۹۲ کسان مړه شول.

هلته د دوشنبې پر ورځ په روس کې د یادې الوتکې د پېښې قامي ویر لمانځل کېږي. شاوخوا دري نیم زره امدادي کارکونکي د الوتکې د تور بکس په ګډون د مړیو جسدونو موندولو په کارونو بوخت دي او د دوشنبې تر سهاره یوازې د ۱۱ کسانو مړي موندل شوي دي.

په هغه الوتکه کې ۶۸ کسان د روسي پوځ د موسیقۍ څانګې کارکوونکي ول چې په شام کې د روسي ځواکونو لپاره د نوي کال په مناسبت د موسیقې یو پروګرام جوړولو لپاره روان ول. په الوتکه کې د روس نهه خبریالان، شپږ امنیتي کارکونکي، د ولسمشر ولادمیرپوتین د بشري حقونو لپاره د شورا څانګې یوه مهم غړی هم ناست وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG