د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسي جرګي مشر ویلي ، د دغه هېواد په اړه په مسکو کې جوړېدونکی کنفرانس د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې په افغان حکومت غږ وکړ چې په دې اړه دې خپل دریځ روښانه کړي.

ټاکل شوې سبا د افغانستان په اړه په ماسکو کې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه جوړه شي.افغان حکومت وايي هره هغه غونډه چې د افغانستان په اړه جوړیږي ، باید افغانان پکې شامل وي.

XS
SM
MD
LG