د لاسرسي ځای

'د شمالي وزیرستان له قدرتي زېرمو به یک یو هېواد ګټه نه پورته کوي'


افغان چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د موندل شویو قدرتي زېرمو د خبرونو وروسته یې د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی پاکستان ته لېږلی دی.

د دغه وزارت ویاند زبیح الله سروري په دوشنبه مشال راډيو ته وویل. چې دې پلاوي له پاکستانيو چارواکو سره هم کتلي دي. نوموړي وویل چې په سرحدي سیمو کې د پیدا کیدونکو زېرمو څخه استفاده باید یوازې د یو ځانګړي هېواد لخوا و -نه شي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه وروسته کېږي، پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د قدرتي ګېس لویه زېرمه موندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG