په جرمني کې د یوې ترهګرې حملې د پلان جوړولو په شک نیول شوي دوه وروڼه چې د دسمبر په ۲۳ مه نېټه نیول شوي وو، د خالي په ورځ بیرته خوشې شول.
د جرمني د ایسن ښار پولیسو پرون وویل، دا دوه وروڼه چې اصلا د کوسوو دي، د ثبوتونو د نشتوالي له کبله خوشي شوي.
پولیس وايي، دا دواړه یې پر یو مارکیټ د ممکنه بريد په اړه د جاسوسي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته نیولي وو.
دا کسان تر هغې څلور ورځې وروسته ونيول شول چې يو کس خپل ټرک د کريسمس په لمانځونکو وخېژاوه او ۱۲ کسان يې ووژل.