د لاسرسي ځای

په جګړو او پوځي عملياتو کې د منځنۍ کورمې ايجنسۍ ځپل شوي ځيني خلک وايي حکومت چې د مالي مرستې لپاره کومه سروی کوي، هغه له درغليوو ډکه ده.

حکومت وايي تر سروی وروسته به هغه کس ته چې کور یې په مکمله توګه ړنګ شوی وي، څلور لکه او لږ زيانمن شوي کور ته يو لک او شپيته زره پورې روپۍ ورکول کيږي.

قبایلیان له جنګه وروسته خپلو سیمو ته ستنیږي
قبایلیان له جنګه وروسته خپلو سیمو ته ستنیږي

خو د منځنۍ کورمې ځيني خلک تور لګوي چې پوليټيکل انتظاميه د ذاتي پيژندګلوۍ په بنياد د خلکو نومونه ليکي. د ميرباغ سيمې اوسيدونکي فضل جان پرون مشال ريډيو ته وويل:

« د خپلې رشته دارۍ په بنیاد باندې کار کوي، غریبان به ترې پاتې وي، هغو ته هېڅوک توجه نه ورکوي.»

بلخوا د منځنۍ کورمې مرستيال پوليټيکل ايجنټ عرفان علي پرون مشال ريډيو سره خبرو کې د درغليوو تورونه رد کړل او وي ويل چې ځايي خلک په سروی کې په سمه طريقه، د ضروري اسنادو سره ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG