د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د شام حلب ښار پر نیولو خوښي ښودلې


ويلاديمير پوتين
ويلاديمير پوتين

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین د شام حکومتي ځواکونو له خوا د جمعې په ورځ د شام حلب ښار د نیولو په اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دا به په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د سولې شرایطو ته زمینه برابره کړي.

ولادمیر پوتین پرون په خپل کلني خبري کنفرانس کې د حلب نیول د شام د حالاتو عادي کولو یوه مهمه برخه یاده کړې ده.

هغه ویلي په بل پړاو کې باید په ټول شام کې د اوربند په اړه موافقه وشي او تر هغې وروسته په بيړنۍ توګه سیاسي حل لارې غوره کړای شي.

پوتین ایران او ترکیه ستایلي چې له حلبه د خلکو د ایستلو عملیات یې په خپل منځګړیتوب ممکن کړل.

که څه هم د حلب ښار له ختیځې څنډې د مخالفینو او د هغوی د کورنیو تر کډې بارولو وروسته دولتي ځواکونو نیولی خو لا هم د حلب په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو بمباري روانې دي.

XS
SM
MD
LG