د لاسرسي ځای

اسټرالیاوي پولیس وايي، پینځه مشکوک کسان یې نیولي دي چې د عیسویانو اختر کرېسمېس پر ورځ یې د هېواد د دویم لوی ښار په زړه کې د بمي بریدونو پلان جوړاوه.

د وېکټوریا ایالت پولیسو مشر ګراهم اشټن نن (جمعه) سهار وویل، دې مشکوکه کسانو له اسلامي دولت ډلې څخه الهام اخیستی وو او د مېلبرن د اورګاډي پر یوه تمځي، ورسره پر یوې څلور لارې او پر یوې کلیسا یې د حملو پلان جوړ کړی وو.

دا کسان تر هغې وروسته نیول شوي چې د دوشنبې یا ګل پر ماښام یوه کس د جرمني په پلازمېنه برلېن کې د کرېسمېس په بازار کې پر خلکو لارې وخېژوله او ۱۲ کسان یې ووژل.

پولیس وايي، په مېلبرن کې په نیول شویو اووه کسانو کې یو ۲۶ کلن سړی او ۲۰ کلنه ښځه یې بې له تورنولو خوشې کړي دي. د دوی په خبره پینځه نور سړي چې عمرونه یې د ۲۱ او ۲۶ کلونو په منځ کې دي، لا بندیان دي.

د دې کسانو نومونه نه دي ښودل شوي خو پولیس وايي، په دوی کې څلور په اسټرالیا کې زېږېدلي ول او پینځم یې په مصر کې زېږېدلی وو خو اسټرالیاوي شهریت لري.

XS
SM
MD
LG