د لاسرسي ځای

پوتین: هېواد یې باید اټومي وړتیاوې پراخه کړي


روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، د هېواد پوځ اوس د هر ممکن یرغلګر پرتله زیات پیاوړی دی خو پوځ باید د ممکنه ګواښونو مخنیوي لپاره ځان چمتو وساتي.

نوموړي بېګا ټینګار وکړ چې په ((یقین ویلای شي چې د هر ممکن یرغلګر په نسبت زیات قوي دي.))

پوتین د دفاع وزارت کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، روسیه باید خپلې اټومي وړتیاوې پیاوړې کړي:

د پوتین تر وینا څو ساعته مخکې منتخب امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټولنیزې شبکې ټوېټر په یوه بیان کې غږ وکړ چې امریکا دې خپلې اټومي وړتیاوې زیاتې کړي.

د ټرمپ یوه ویاند جېسن مېلر وروسته وویل، ((منتخب ولسمشر ټرمپ د اټومي وسلو خپراوي موضوع او د دې مخنیوي مهمې اړتیا ته اشاره کړې – په ځانګړي ډول چې دا وسلې د ترهګرو سازمانونو یا د بې ثباته او ناکامه رژیمونو لاسونو ته ورنشي.))

د اټومي وړتیاو پراخولو په اړه د پوتین او ټرمپ جلا، جلا بیانونه پر داسې وخت راغلي چې دواړو هېوادونو په ۲۰۱۰ز کال کې موافقه کړې وه چې د اټومي وسلو زخیرې به محدودوي.

XS
SM
MD
LG