د لاسرسي ځای

د برلین پېښه ککړ تن نیولو لپاره یو لاک یورو انعام


۲۴ کلن انیس امري د تونیزیا دی

جرمن چارواکي وايي، که د چا مالومات د هغه مشکوک کس د نیولو سبب شو چې په برلین کې یې پر خلکو لارۍ خېژولې وه نو دوی به یو لاک یورو انعام ورکړي.

دوی وايي دا مشکوک کس د تونیزیا دی چې انیس امري نومېږي او ۲۴ کلن دی.

د جرمني د وفاقي څارنوال دفتر د چارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې دا کس ښايي وسله ولري او خطرناک کېدای شي.

بیان پر ولس ږغ کړی دی چې که هر چا ولیدی نو پولیس ته دې په ګوته کړي. یادې ادارې پر خپله ویب پاڼه د هغه دوه عکسونه هم خپاره کړي دي.

دوی وايي په دې مشکوک کس پسې د هیواد په ټولو ۱۶ وفاقي ریاستونو کې د پولیسو په مرسته لټون روان دی.

دا برید د دسمبر پر نولسمه ناوخته د برلن په یو کرسمس بازار کې شوی وو چې ۱۲کسان پکې وژل شوي او ۴۸ ټپي شوي وو.

له اسلامي دولت سخت دریځې وسله والې ډلې سره تړلې یو ویب پاڼې د دې برید ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG