د لاسرسي ځای

د شام په شمال کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په درو بېلا بېلو بریدونو کې د ترکي ۱۴عسکر وژل شوي او ۳۳ تپي شوي دي.

د ترکي د پوځ او ټي آر ټي ټلویزیون له یو بیان سره سم دا پېښې د چارشنبې په ورځ د شام په الباب ښارګوټي کې رامنځ ته شوې دي.

دا هغه ښارګوټی دی چې د ترکي عسکر او د هغوی ملاتړ لرونکي د شام اپوزېشن وسله وال یې له داعش څخه د نیولو لپاره جګړه کوي.

دا له اګست میاشتې راهسې په یوه ورځ د ترکي د وژل شوو عسکرو تر ټولو زیات شمره دی. په دې سیمه کې ترکي ځواکونو په اګست کې عملیات پیل کړي وو او تر اوسه یې ټول پنځه دېرش عسکر وژل شوي دي.

ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان د چارشنبې په ورځ وویل ، داعش په الباب ښارګوټي کې د خپلې بقا لپاره د ځانمرګو بریدونو او ښخ کړو بمونو په وسیله جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG