د امریکا متحده ایالاتو په اوکراین کې د روسیې د لاسوهنې له امله د مسکو پر چارواکو نوي بندیزونه اعلان کړل چې د پوتین نېږدې کسانيې په نښه کړي دي.
د بندیزونو په دې لېست کې ان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اشپز نوم هم شامل شوی دی.
د امریکا د خزانې وزارت پرون سې شنبه دا لېست اعلان کړ چې اووه تنه روسي وګړي او په روسیه او کریمیا کې ګڼ شمېر شرکتونه پهکې راغلي دي.
مسکو په دې اړه شدید غبرګون څرګند کړی دی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پرون وویل چې دا له دښمنۍ ډک اقدام دی او روسیه بهیې ځواب ورکړي.
د ایټرټاس خبري اژانس په حواله، دې روسي چارواکي ویلي چې د دوی حکومت به هم پر امریکا د خپلو بندیزونو لېست پراخ کړي.