د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سایبریا د ایرکوڅک ښار ښاروال بېړنی حالت اعلان کړ


Russia -- file -- August 15, 2016 -- Yadne family members gather around slaughtered rendeer to enjoy fresh meet and blood in the family herding camp on the left bank of Yenisey river in West Siberia
Russia -- file -- August 15, 2016 -- Yadne family members gather around slaughtered rendeer to enjoy fresh meet and blood in the family herding camp on the left bank of Yenisey river in West Siberia

د سایبریا د ایرکوڅک ښار ښاروال وروسته له هغې بېړنی حالت اعلان کړ چې په دې ښار کې د تن د غوړولو لپاره د یوې جوړې شوې مایع څښلو له کبله د وژل شویو شمېر ۳۳ تنو ته ورسېد.

ویل کېږي چې لسګونو کسانو دا مایع چې وژونکي الکول یا میتانول په‌کې دي څښلي.

د فډرالي څېړنو کمېټې د دوشنبې په ورځ وویل، سربېره پر دې چې د تن د غوړولو پر دې مایع خبرداری لیکل شوی چې د څښلو او داخلي استعمال لپاره نه‌ دي ۲۵ کسان د دې لوشن څښلو وژلي دي.

په ایرکوڅک کې د دې کمېټې ځايي څانګې وروسته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳ تنو ته رسېدلی دی.

د دې ښار ښاروال ډیمیټري بېرډنیکوف د دوشنبې په ورځ بېړنی وضیعت اعلان کړ او د ټولو هغو مایعاتو خرڅلاو یې چې الکول لري او د څښلو لپاره نه‌دي بند کړل.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف دا لویه تراژیدي بللې چې د ده په وینا زیاته پاملرنه غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG