غني: هېڅوک له قانونه لوړ نه دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بشري حقونو او مدافعینو څخه یې ملاتړ د ده مکلفیت دی او افغان حکومت یې د تطبیق لپاره په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات هم راوستي دي. افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ کابل کې د بشري حقونو د مدافعینو څخه د ملاتړ په ملي کنفرانس کې وویل، د قانون تطبیق له ده پیلېږي او هېڅوک ترې لوړ نه دی. وېډیو او اېډیټ: ولي سباوون