د لاسرسي ځای

انقره: د روسیې سفیر په ډزو ووژل شو


د روسی سفیر له بریده مخکې نندارتون ته د وینا پرمهال

تېر ماښام د ترکي په سر ښار انقره کې، د عسکونو د یو نندارتون پر مهال، د روسي پر سفیر، یوه تن چې د سفارتکارو جامې یې پر غاړه وې، ډزې وکړې.

دغه تن له حملې وروسته په لوړ غږ ویل چې « حلب مه هېروئ ». د روسي د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی سفیر وروسته د زخمونو له وجې سا ورکړه.

د ترکي لپاره د مسکو سفیر ایندري کارلوف، د معاصرو هنرونو په مرکز کې، چې د ترکي عکاسانو لخوا د روسیې د کښل شویو عکسونو ننداره پکې وړاندې کېده، وینا کوله، چې بریدګر پرې د تماچې ډزې وکړې.

بریدګر د روسيې د سفیر د جسد ترڅنګ ولاړ دی
بریدګر د روسيې د سفیر د جسد ترڅنګ ولاړ دی

د پېښې په ویډیويي انځور کې ښودل کېږي چې بریدګر په لوړ غږ وايي،« دا د حلب ښار ځواب دی». د ده اشاره د شام حلب ښار ته وه چیرته چې سلګونه زره خلک د روسي او شامي ځواکونو تر بمبارۍ لاندې وو.

د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین دغه پېښه غندلې ده. رشیا ټوډی تلویزون بیګا ناوخته د ښاغلي پوتین ویناخپره کړه چې پکې نوموړي ایندري کارلوف د یو ښه سفرتکار په نامه یاد کړ او دایې هم وویل چې ده ورسره له نږدې پېژندل.

پوتین او کارلوف له الوتکې د راکوزېدو په حال کې
پوتین او کارلوف له الوتکې د راکوزېدو په حال کې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا وايي « موږ دې ته د تروریستي پېښې په نظر ګورو. »نوموړې وړاندې وویل، « ترهګري به بری نه مومي او موږ به یې پرضد پرېکنده ګامونه پورته کوو.»

XS
SM
MD
LG