د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حلب له ختیزه د خلکو وتلو لړۍ دوام لري


په شام کې مرستندویه او د بشري حقونو د څار ادارو ویلي، د حلب له ختیزې سیمې د اتوار په ورځ شاوخوا ۳۵۰ کسان د یاغیانو تر ولکې لاندی سیمو څخه وتلې دي. د یادو ادارو تر مخه د زخمیانو او ناروغانو وړولو لپاره د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو څخه پر لېږل شوو بسونو د بریدونو باوجود هم دا کسان له سیمي د وتلو لپاره جوګه شوې دي.

په کامیابۍ سره د خلکو د وتلو دا خبرونه تر هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې د دسمبر پر ۱۸ د شام په شمال مغرب کې پر بسونو برید وشو چې ورسره د زرګونه عامو وګړو او جنګیالیو د اېستلو لپاره یو پراخ تړون له خطر سره مخامخ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG