د لاسرسي ځای

په مومندو کې د ایف سي ار خلاف مظاهره وشوه


د مومند قبایلي سیمې سیاسي اتحاد د یکشنبې په ورځ په غلنۍ کې د FCR قانون خلاف مظاهره وکړه.

د مشال راډیو خبریال وايي د جمیعت علما اسلام ګوند نه پرته نورو ټولو ګوندونو په دې مظاهره کې برخه واخېستله. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې د انګریزانو له زمانې راهېسې د پاتې دغه سرحدي قانون دې زر تر زره خاتمه وشي.

د فاټا سیاسي اتحاد نثار مومند وايي:

« د پښتونخوا اسمبلۍ دوه وارې دا قرارداد منظور کړی چې قبایلي سیمې دې په پښتونخوا کې ضم کړل شي. نو دا خبره بلکل واضحه ده چې د فاټاخلک د ایف سي ار خاتمه او په صوبايي حکومت کې شاملېدل غواړي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر ساجد مومند لاریون ته د وینا پرمهال وویل چې هغوی د سلو کالو زوړ ایف سي ار قانون منلو ته په هېڅ حال کې تیار نه دي.

د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د ایف سي ار قانون خلاف مظاهره کې ویناوې وکړې او دا یې هم وویل چې ترڅو یې غوښتنې منلې شوې نه وي نو دوی به د احتجاجونو لړۍ جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG