د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما پوتين سره د روسي هککرانو پر نفوذ خبرې کړي


د امريکا ولسمشر وايي، په مستقيم ډول يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د روسي هککرانو پر نفوذ خبرې کړي دي.

بارک اوباما ويلي کله چې موضوع د روسي هککرانو له کبله د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو په پروسه کې پر بهرني نفوذ راغله، له پوتينه يې غوښتنه وکړه چې د دې لړۍ مخه ونيسي.

اوباما تېره شپه سپينه ماڼۍ کې يوه کنفرانس ته وويل، د روسي هککرانو د مخنيوي غوښتنه يې د شلو سترو اقتصادلرونکو هېوادونو يا G-20 د سرمشريزې په څنډه کې له پوتين څخه کړې وه:

"د سپټمبر په لومړيو کې چې ما په چين کې ولسمشر پوتين وکوت، فکر مې وکړ تر ټولو اغېزناکه لار به دا وي چې په مستقيم ډول خبرې ورسره وکړم چې داسې څه پېښ نه شي او ورته ووايم چې د دې لړۍ مخه ونيسي، که نه ځينې ناوړه عواقب به ولري."

د امريکا ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، غواړي روسيې ته پيغام ورکړى چې د دې لړۍ مخه ونيسي که نه امريکا هم کولاى شي د روسيې په وړاندې ځينې اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG