د لاسرسي ځای

د امریکا متحده ایالتونو حکومت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مشر ابوبکرالبغدادي د نېولو یا د هغه د مجرم پېژندو په تړاو د هر ډول مؤثرو معلوماتو د ورکړې په خاطر جایزه دوه برابره کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دا جایزه ۲۵ میلیونو ډالرو ته پورته کړې ده.

په ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې د بغدادي د نیولو په خاطر دا انعام ۱۰ میلیونه ډالره وه.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په همدې باب په یوه بیان کې لیکلي چې د البغدادي تر مشرې لاندې زرګونه کسان چې په کې د جاپاني، بریټانوي او امریکايي اسیرانو ظالمانه وژنه شامله ده په منځني ختیځ کې په وروستیو کلونو له منځه وړي دي.

البغدادي چې په خټه عراقی دی اصلي نوم یې ابراهیم السماري دی او خپل ځان له دوو کلونو راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خلیفه بولي.

پلویان یې هغه ته خلیفه ابراهیم وايي.

که څه هم د ابوبکرالبغدادي د هستوګنې دقیق ځای نه دی معلوم خو د رپوټونو له مخې کیدای شي د عراق په موصل یا هم د سوريې په غربي پولو کې چېرته وي.

عراقي چارواکي باوري دي چې په موصل کې د عملیاتو په تشدید سره البغدادي او نور ملګري یې دې ته اړ شوي چې له سیمې ووځي او د ځان د پټولو ځای ولټوي.

XS
SM
MD
LG