د لاسرسي ځای

تازه خبر

بوسنيا کې د شام حلب ښار لپاره غونډه


له حلب څخه خلک په داسې حال کې ووځي چې د شام او روس ځواکونه په پېره ولاړ دي.
له حلب څخه خلک په داسې حال کې ووځي چې د شام او روس ځواکونه په پېره ولاړ دي.

د بوسنيا هرزوګوينا پلازميني سرایوو کې مسلمانان، عيسايان او يهويادن دا اونۍ سره راغونډ شول او د شام حلب ښار کې ګيرو خلکو سره يې يووالی وښود. په دې غونډه کې چې د دسمبر په ۱۴ نيټه شوي، تر زرو زياتو کسانو ګډون کړي.

د دې ترڅنګ په نړۍ کې د شام حلب ښار اوسيدونکو سره د يووالي لپاره د نړۍ په بيلا بيلو ښارونو کې غونډې شوې دي. په ټولينزو ويب پاڼو “حلب سره ولاړ يو” تر عنوان لاندې هيش ټيګ هم جوړ کړل شوی وو.

خو د سرایوو اوسيدونکو د حلب ښار اغيزمن شويو درد ډير محسوس کړی. دغه ښار په ۱۹۹۲م کال کې سربيا محاصره کړی وو چې تر ۱۹۹۶م کال پوري يې دوام درلود. په هغه جګړه کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوی ول. هغه ۱۴۰۰ ورځې د دغه ښار اوسيدونکو لپاره دردونکې وي. دوی په دي نه پوهيدل چې آيا نړۍ يې له درده خبره ده او که نه.

يو ځای شوی انځور: ښي خواته بوسنيا او چپ اړخ ته د شام حلب ښار
يو ځای شوی انځور: ښي خواته بوسنيا او چپ اړخ ته د شام حلب ښار

د سرایوو د يهوديانو ټولنې مشر ايلې تايبور غونډې ته وينا کې خلکو ته ياده کړه چې څنګه جرمني نازيانو په ۱۹۳۳ کال کې د کرکې او نفرت تخم وکرلو. د دې له وجې په اروپا کې نفرتونه زيات شول. نوموړي د ۱۹۹۰ کال د بوسنیا جنګ حواله ورکړه چې پکې تر يو لک پورې خلک وژل شوي وو. نوموړي وويل چې د دوی اخلاقي ذمه واري جوړيږي چې د حلب ښار اوسيدونکو لپاره اواز پورته کړی او د حلب ښار حالاتو د انسانيت لپاره يو امتحان دی. نوموړي زياته کړه چې يو جنګ هم مقدس نه دی او نه هم مقدس امن شته.

د غونډې جوړونکي اسلامي تنظيمونو ترڅنګ يو شمير غير سرکاري ادارو فعالانو هم دي غونډه کې ګدون درلود او د حلب ښار اغیزمن شويو سره يې غمرازي وکړه.

د سرایوو ګوردانا کيزوويچ چې د سرايوو محاصرې په وخت د يوې ورځپاڼې ايډيټر وو، وايي چې په هغه وخت کې ډير زيات سختو حالاتو سره مخ وو. نوموړي د هغه وخت سختو حالاتو تصويران اخيستي وو او فوټوګرافي يې کړې وه. نوموړي د هغه مهال حالات د شام حلب ښار موجوده حالاتو سره پرتله کړي. هغه وايي د حلب اوسيدونکو درد يې محسوس کړی ځکه چې دوی هم دغه شان حالاتو سره مخامخ وو.

پر حلب د شامي پوځ غلبې ټینګېدو زرګونه وګړي په تېښته کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG