د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې هوايي برید۱۶تنه داعشیان وژلي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايې برید کې ۱۶ داعشيان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې تېره شپه د عبدالخېلو په سېمه کې پر داعش وسله والو بمبار کړی چې ۱۶ داعشیان په کې وژل شوي دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دې هوایي برید کې د داعش ډلې د وسلو یوه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG