د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاطف مشعل د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر شو


ښاغلي مشعل نن (شنبه) په ‎دې اړه په جوړه شوي غونډه کې له افغان ولسمشر وغوښتل چې کرکټ بورډ اداره خپلواکه وساتي.

په کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو راوستل، د مالي شفافیت رامنځ ته کول او د غوراوي د یوې مستقیمې کمېټې جوړول هغه مسایل و چې عاطف مشعل په دغه غونډه کې پرې ټينګار وکړ.

د کرکټ بورډ د نوي مشر د معرفي کېدو په دغو مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو د ملي شورا استازو او د کرکټ بورډ چارواکو ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي شاه پور ځدراڼ له رسنیو سره مرکه کې ویلي و چې د کرکټ بورډ مشران له ده سره توپیري چلند کوي او له څو میاشتو یې په لوبډله کې د لوبې چانس نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG