د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول ووژل شو


 قاضي محمد نصیر مدثر
قاضي محمد نصیر مدثر

د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوې سیمه ییزې راډیو مشر وژل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، چې د پنجشنبې ورځې ناوخته مازدیګرد ملي پیغام په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مشر قاضي محمد نصیر مدثر کور ته په لاره کې د وسلوالو له لوري وژل شوی دی.

سلیم صالح زیاته کړه، وسله والو په پیل کې قاضي مدثر له موټره کوز کړی او وروسته يې وژلی دی.

چارواکو د دې وژنې د انګیزې په باب څه ندي ویلي.

قاضي نصیر مدثر ۵۵ کاله عمر لاره او د محمداغې ولسوالۍ پل کندهاري ته نږدې په میرزاخېلو کې اوسیده او له دیارلسو کلونو راهیسې د ملي پیغام راډیو مسوول وو.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG