د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پر کډوالو مرستې و وېشل شوې


د شمالي وزیرستان او خیبر چارواکو له هغو ۶۰۰ کورنیو سره مالي مرستې کړې دي چې په ناامنیو او عملیاتو کې یې کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

په دې لړ کې د پنجشبنې په ورځ انتظامي چارواکو او پوځ په میرامشا کې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته د کورونو بیارغونې او بیاودانۍ لپاره پیسې ورکړې.

په پېښور کې د خیبر چارواکو د باړې او تیرا میدان ۲۰۰ کسانو ته د مرستو چېکونه ورکړل.

اکثرو مرسته تر لاسه کوونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دا پیسې کمې دي او د دوی کورونه ورباندې نشي ابادېدای.

د پاکستان حکومت په ناامنیو یا عملیاتو کې د ړنګو شویو کورونو مالکانو ته څلور لاکه او د زیانمنو شویو هغو ته یو لاک او ۶۰ زره روپۍ ورکوي.

چارواکو پرونیو غونډو ته په وینا کې وویل، له ټولو زیانمنو شویو سره به مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG