د لاسرسي ځای

تازه خبر

عطا محمد نور: که شرطونه مې ومنل شي ولایت پرېږدم


د بلخ سرپرست والي وايي، که جمیعت اسلامي ته په لویو پرېکړو او نورو حکومتي چارو کې زیاته ونډه ورکړل شي نو دی تیار دی چې له ولایته لاس په سر شي.

عطا محمد نور چې د یاد ګوند اجراییوي شورا مشر هم دی د پنجشنبې په ورځ وویل، له ولسمشر سره یې پر دې موضوع خبرې کړې دي.

((ما ورته ویلي هغه څه چې موږ او تاسې ورباندې موافقه کړې چې که عملي اقدامات تر سره او وروستي شي نو زه په بلخ ولایت کې ډېر وخت وم او طبیعي ده چې لاره به نورو ته پرانیزم چې ولایت وکړي.))

نور زیاته کړه چې ولسمشر هم د سولې په پروسې او بهرني سیاست کې د دوی ملاتړ غوښتی.

د ولسمشر او اجراییه ریاست دفترونو د عطا محمد نور څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG