د لاسرسي ځای

د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د ولایتي ادارې یوه پلاوی د دغې ستونزې د حل په موخه تورخم ته ورغلی و او هلته يې د باروړونکو لاریو ډریورانو او مالکانو سره خبرې کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼي نن سهار مشال راډيو ته وویل: یاد پلاوي د باروړونکو لاریو د ډریورانو او مالکانو غوښتنې او ستونزې اورېدلي چې د شنبې په ورځ به يېله اړوندو ادارو سره شريکوي او د حل لارې به ورته لټوي.

بلخوا په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکوهم هڅې پیل کړي چې دغې ستونزې ته په تفاهم سره حل لارې ومومي.

XS
SM
MD
LG