د ایران ولسمشر حسن روحاني د شام له ولسمشر بشارالاسد سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د حلب په جګړه کې د یاغي وسلهوالو د نېږدې ماتې په خاطر مبارکي وویله.
ایرانیان دغه بریا داسې لمانځي لکه دوی چې له امریکا ګټلې ده.
د روحاني د دفتر وېبپاڼې له مخې هغه اسد ته وویل چې په حلب کې بریالیتوب د ترهګر واو د هغوی د ملاتړیو پروړاندې د شامي ولس لپاره یو ستر بری ګڼل کېږي.
په عین حال کې د ایران سختدریځو بیا د حلب بریا د امریکا پروړاندې کامیابي بللې او په تهران کې په ځړول شویو شعارونو کې ویل شوي چې د امریکا پرضد جګړې یو وار بیا نتیجه ورکړه.
د ایران ولسمشر دغه راز ویلي چې ایران به د اسد ملاتړ ته تر هغو دوام ورکړي چې ټول مخالفین یې چې ځينې یې د امریکا له ملاتړه برخمن دي، مات شوي نه وي.
د روحاني په وینا ایران به تر هغو د شام په خوا کې ولاړ وي چې ټول ترهګر ځپل شوي نه وي.
د خبر له مخې د شام ولسمشر ویلي چې ایران د سوریې له خلکو سره په سختو شرایطو کې درېدلی او دوی به دا هېڅکله هم هېر نه کړي.