د اسلامي دولت وسله والی ډلې د قاهرې د یکشنبې د ورځې د ځانمرګي برید ذمه واري منلې ده.
په دغې برید کې چې د مصرې قبطیانو پر یوې کلیسا وشو ۲۵ کسان ووژل شول.
داعش په یوه انلاین بیان کې ګواښ کړی دی چې د دې ډلې په وینا د مرتدینو پر ضد به دا ډول بریدونو ته دوام ورکړي.
د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي ویلي دا ترهګر برید د محمود شفیق محمد په نامه یوه ۲۱ کلن کس کړې ده.
دا پر مصري قبطیانو چې د دې هیواد د ابادۍ لس په سلو کې برخه جوړوي د ورستیو خونړیو بریدونو تازه لړۍ ده.
مصري چارواکي وايي د دې برید په تړاو يې درې سړي او یوه ښځه نیولې ده.