د لاسرسي ځای

تازه خبر

انټونیو ګوترش د "م م" د نوي عمومي منشي په توګه لوړه وکړه


د پرتګال پخواني وزیر اعظم انټونیو ګوترش د دوشبنې په ورځ د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توګه د خدمت لوړه وکړه.

دی به د ۲۰۱۷ م کال په پیل کې د بان کي مون پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه کار پیل کړي.

انټونیو ګوترش ۶۷ کلن دی. هغه تر دې مخکې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر په توګه کار کړی دی.

انټونیو ګوترش د روان کال په اکټوبر میاشت کې د بان کي مون پر ځای چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه یې د خدمت موده پای ته رسېدلې، وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG