د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د دې هېواد په سلو کې ۸۷ ښځې له یو ډول تشدد سره مخامخې دي.
د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري پرون دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په سلو کې ۵۷ نجونې مخکې تردې چې شپاړس کلنې شي، ودېږي.
دلبر نظري زیاته کړه:
"افغانستان کې ۸۷ فیصده ښځې په خپل ژوند کې له تشدد سره مخامخې شوې دي. په همدې حال کې، ۵۹ فیصده ښځې د جبري ودونو قرباني شوي او ۵۷ فيصده ناویانې د واده په وخت تر شپاړس کلونو کم عمر لري."
په افغانستان کې د ښځو پروړاندې له تشدد او زیاتي سره د مبارزې کمپاین د دوشنبې پای ته ورسېد.
د افغانستان حکومت دا شپاړس ورځنی کمپاین بریالی بللی او وايي چې د ښځو پر حقوقو د خلکو معلومات ورسره زیات شوي دي.