د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د بهرنیو چارو وزارت لپاره کاندید معرفي کړي.
هغه پرون شپه ناوخته په خپل ټویټر دا اعلان کړی دی.
که څه هم نه ده معلومه چې څوک به د امریکا متحده ایالتونو راتلونکی د بهرنیو چارو وزیر شي خو امریکايي رسنیو ویلي ریکس ټیلرسون د کاندیدانو په سر کې دی.
فوکس نیوز خبر ورکړی چې د ایکسون موبیل کمپنۍ مشر ریکس ټیلرسون به د ټرمپ انتخاب وي.
د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمب سلاکار کېلېن کونوې رسنیو ته ویلي چې په روسیه کې د ټیلرسون کاروباور او اوږده تجربه هغه د دې دندې لپاره مخکښ نوماند کړ.
که هغه کاندید شي له روسیې سره به یې اړیکې په سنا مجلس کې چې د وزارت د څوکۍ د ګټلو لپاره یې مثبته رایه ضروري ده ډېر تر بحث لاندې ونیول شي.