د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره کړل شوي د شمالي وزیرستان دته خېلو قبیلې خلک وايي، حکومت دې دوی خپلې سیمې ته ستانه او هغه زمکې ورته واپس کړي چې چارواکو پرې کار روان کړی دی.

د دته خېلو مشرانو د اتوار ورځ په بنو کې تر احتجاج وروسته مشال راډیو ته وویل چې حکومت د دوی له سلا مشورې بغير په ميرانشا بازار کې د دوی پر ځمکه بازار جوړوي.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټکل ایجنټ محمد انور شېراني د دې احتجاج په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل چې د یادې قبیلې مشران دې یوه جرګه وټاکي نو دوی به یې پر ستونزو ورسره وږغېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG