د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو پرمختیايي اداره وايي ۴۰ زره ځوانان یې روزلي


د فاټا ځوانان

د قبایلي سیمو پرمختیايي ادارې ایف ډی ای چارواکو ویلي، د پاکستان حکومت په فاټا کې د تکنیکي او مسلکي زده کړو د یوې مرحلې لپاره د شاوخوا ۲۰۰ ملینه روپو منظورې ورکړې ده چې تر مخه یې په تیرو څلورو کلونو کې شاوخوا څلوېښت زره کسانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د ایف ډي ای تعلیمي پروګرامونو مشر طفیل خلیل پرون مشال راډيو ته وویل چې اوس هم د شاوخوا شپږنیمو زرو جینکو او څلورو زرو هلکانو ته روزنه ورکول دوام لري.

بلخوا د مومندو ایجنسۍ د استاذانو اتحاديي مشر سید محمد مومند پرون مشال راډیو ته وویل، دا یواځې د حکومتې ادارو ادعاوي دي چې په قبایلي سیمو کې شاوخوا څلویښتو زرو کسانو ته مسلکي او تکنیکي روزنه ورکړل شوې ده. نوموړی وايي په عملي توګه دومره کار نه دی ترسره شوی.

دفاټا اولس وخت په وخت مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان حکومت د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره له نړیوالو هیوادونو ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي خو د قبایلو د پرمختګ لپاره حکومت رغنده ګامونه نه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG