نن د شبقدر په ډنډو پل سیمه کې د سړک غاړې چاودونه شوې چې پکې د ملیشا ځواکونو یو غړی زخمي شوی دی.
د سرو کلي تاڼي پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د اتوار په سهار د ملېشې ځواکونو سوات سکاوټس ګاډی د مومندو په لور روان و، چی په ډنډو پل کې ورباندی د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه.
د پېښې زمه واري لا چا نده منلې.