د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر او ترکيه کې چاودنې، لسګونه مړه او ژوبل


د مصر پولیس د دسمبر ۹ مې نیتې د برید د ځای پلټنه کوي
د مصر پولیس د دسمبر ۹ مې نیتې د برید د ځای پلټنه کوي

په مصر کې د یکشنبې په ورځ او په ترکیه کې د شنبې په ورځ ترسره شویو چاودنو کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د مصر چارواکي وايي، نن په قاهره کې د مسیحیانو له یوې کلیسا سره نزدې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوې او ۳۵ زخمیان دي.

د مصر سرکاري خبري اژانس مینا خبر ورکړی چې نن یوه بریدګر پر کلیسا بم ورواچولو. دا پېښه له هغې یوه ورځ وروسته وشوه چې په قاهره کې پر یوې امنیتي پوستي د چاودنې په نتیجه کې شپږ پولیس والا ووژل شول.

حاسم وسله والې ډلې د پېښې زمه واري منلې ده، دا هغه وسله واله ډله ده چې پری له ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې اخوان المسلمین سره د تړاو لرولو شک کیږي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

بل پلو، د ترکیې يو لوړ پوري چارواکې ويلي چې په استنبول کې د فوټبال میدان بهر په دوو چاودنو کې ۳۸ کسان وژل شوې او ۱۶۶ زخمیان دي.

د ترکیې حکومت د یکشنبې په ورځ، په هېواد کې ویر اعلان کړی ځکه چې پرون د فټبال سټډیم بهر یوې موټر بمي چاودنې د پولیسو ګاړی په نښه کړ او بیا یوه ځان وژونکې حمله وشوه.

دا پېښې د ترکېې د دوو لوړ پوړو فټبال لوبډلو تر منځ تر سیالۍ دوه ساعته وروسته وشوې.

د ترکېې کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو نن وویل، په وژلو شویو کې ۳۰ پولیس افسران هم شامل دي او ۱۳ مشکوکه کسان نیول شوې دي.

بلخوا ولسمشر طیب رجب اردغان د یکشنبې په ورځ قزاقستان ته خپله دوه ورځنۍ دوره وځنډوله.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې زمه واري نه ده منلې خو سلیمان سویلو پر کرد وسله والو په پېښه کې د ککړتیا تور پوری کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG