د لاسرسي ځای

"د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو مهالوېش به زر اعلان شي"


افغان ولسمشر د انتخاباتو د کمیسون له نویو کمیشنرانو لوړه واخېسته.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ډاډ ورکوي چې تر راتلونکیو دوو میاشتو پورې به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو مهالویش اعلان کړي.

د دغه کمیسون ویاند او منشي ګلا جان عبدالبدیع صیاد د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل د انتخاباتو د مالي، حقوقي او عملیاتي کمېټو د ارزونې په رڼا کې به د دغو انتخاباتو نېټه معلومه شي.

ښاغلي صیاد وویل يو شمېر پخوانۍ لایحې او طرزالعلمونه اصلاح او بیا کتنې ته اړتیا لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو کمشنران شا او خوا درې اونۍ وړاندې د ولسمشر په وړاندې د لوړې مراسم تر سره او رسمآ یې په کار پیل وکړ.

XS
SM
MD
LG