د لاسرسي ځای

تازه خبر

۹۵ کلن ستورمزلی جان ګلېن ومړ


سېنېټر جان ګلېن
سېنېټر جان ګلېن

پخوانی ستورمزلی جان ګلېن چې وروسته د امریکا سېنېټر شو، د ۹۵ کلونو په عمر کې ومړ.

نوموړی لومړی امریکايي وو چې د ځمکې مدار ګرد یې چکر وهلی وو.

نوموړی په ۱۹۶۲ز کال کې درېیم امریکايي ستورمزلی شو چې خلا ته ورسېد او هلته لومړی کس شو چې مدار ته ورداخل شو.

دی تېر ماښام د اوهایو د سرطان په روغتون کې مړ شو. ګلېن هغه مهال د امریکا ملي اتل شو چې د دوستۍ په نوم یې په خلایي بېړۍ کې د ځمکې مدار درې څرخه پوره کړل.

دا له پخواني شوروي اتحاد سره د واشنګټن د خلايي مقابلې لپاره مهمه لحظه وه ځکه چې تر ګلېن یو کال مخکې روسی ستورمزلی یوري ګاګارین لومړی انسان وو چې د ځمکې مدار ته رسېدلی وو.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما بېګا وویل، ګلېن د ((ساینسپوهانو، انجینرانو او ستورمزلو نسلونو ته الهام ورکړی وو.)) ګلېن وروسته تر څه د پاسه دوو لسیزو د ډېموکراټ ګوند له خوا د امریکا سېنېټر په توګه دنده تر سره کړه او بیا په ۱۹۹۸ز کال کې د ۷۷ کلونو په عمر کې دویم ځل خلا ته ولاړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG