د کورمې د پولېټېکل انتظامیې یو چارواکی وايي، له تحریک طالبان پاکستان څخه د بېلې شوې یوې ډلې مشر فضل سعید حقاني وژل شوی دی.
تحصیلدار امرس خان نن(جمعه) سهار مشال راډیو ته وویل، پېښه تېر ماښام شوې ده.
د ده په خبره، حقاني خپل ساتونکي وژلی دی، خو نور معلومات ورسره نشته.
د فضل سعید حقاني یوه ویاند هم د نوموړي او د ډلې بل قومندان شېر زمان وژنې پخلی کړی دی خو دا یې نه دي ویلي چې ساتونکي ولې دواړه ووژل.
حقاني په ۲۰۱۱ز کال کې له تحریک طالبان پاکستانه بېل شوی وو او د تحریک طالبان اسلامي پاکستان په نوم یې بله وسله واله ډله جوړه کړې وه.