د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په حلب کې عملیات ودرول شول


د روسیې بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف وايي، شامي پوځ د حلب په ختیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې جنګي عملیات درولي دي.

لاوروف د پنجشنبې په ورځ د جرمني په همبورګ کې د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان غونډې په ضمن کې وویل، دا اقدام به د جګړې په ډګر کې د بندو پاتې شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو محفوظو ځایونو ته د تګ لار برابره کړي.

ده وویل، ویلای شي چې ((په ختیځ حلب کې شامي پوځ جنګي عملیات درولي دي ځکه چې له سیمې څخه د ملکي وګړو ایستلو پراخ عملیات روان دي.)) د ښار اوسېدونکو البته د حکومتي بمبارۍ د لږ کمېدو خبر ورکړی دی.

د شام بشري حقونو څار ډلې هم وویل چې تېره ورځ ناوخته په ځېنو سیمو کې نوې حملې او ډزې شوې دي.

واشنګټن وايي، په حلب کې د اوربند تصدیق نشي کولای. لاوروف وویل، په همبورګ کې یې له خپل امریکايي سیال جان کیري سره خبرې کړې دي او دواړه سلا شوي دي چې سبا د روسیې او امریکا پوځي چارواکي په جینیوا کې سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ بېګا وویل، د لاوروف اعلان ((د دې ښکارندويي کوي چې څه مثبت پرمختګ کېدای شي.))

XS
SM
MD
LG