د لاسرسي ځای

زاخېلوال: پاکستان دې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي


په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له پاکستانه غواړي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي.

نوموړي بېګا مشال راډیو ته وویل، له دې پرته له پاکستانه نور څه نه غواړي.

تر زاخېلوال مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې خپله خاوره د ترهګرو کارولو ته نه پرېږدي.

ده په هند کې د ولسمشر اشرف غني وروستۍ څرګندونې د خپګان وړ وبللې.

غني په امرتسر کې ویلي ول چې پاکستان دې له افغانستان سره د مالي مرستو پر ځای هغه هېواد ته د وسله والو ورتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG