د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پګواش غونډه دا ځل په کابل کې جوړېږي


په افغانستان کې د پګواش نړیواله موسسه وايي چې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې د څرنګوالي په اړه راتلونکي اونۍ د افغان سیاسي څيرو او پخوانیو جهادي مشرانو په ګډون په کابل کې غونډه جوړوي.

په افغانستان کې د دغې موسسې مسول خلیل الله صافي نن(پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه یې د طالبانو او افغان چارواکو نظرونه راټول کړي چې په دې اړه د ځينو افغان مشرانو بحث ته هم اړتیا شته.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو د داسې هڅو هر کلی کړی او هیله لري چې د سولې په اړه د شته ځينو اختلافونو په ختمولو کې دا غونډه مهمه ثابته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG