شام او روس د ډزبندۍ وړاندیزونه رد کړي او د حلب ښار بیرته نیولو ژمنه یې کړی ده.
د چارشنبې په ورځ د شام او روس مشرانو د یاغي ځواکونو او غربي قوتونو لخوا د ډزبندۍ غوښتنې رد کړې او د حلب ښار بیرته نیولو لپاره یې خپل عملیات لا نور زيات کړل چې د دوی په اند په کې به بریالي کېږي او دا به په دغه هېواد کې د روانې شپږ کلنې جګړی روخ بدل کړي.
د شام ولسمشر بشارلاسد له رسنیو سره په خبرو کې هغه رپورټونه تایید کړی چې وايي شامي ځواکونه د حلب ښار په مکمله توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستو ته نزدې شوي دي.
ویل کېږي چې د حلب ښار له ۷۵ تر۸۰ فیصده برخه د یاغیانو له ولکې وتلې ده.