د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې وسله والو یو دیني عالم وژلی


د افغانستان د هرات سیمه ایز چارواکي په هرات کې د نامعلومه وسله والو له لورې د یو شییعه دیني عالم د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد نن (پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل چې دغه دیني عالم د چارشنبې په ماښام له لمانځه وروسته مسجد څخه کور ته پرلاره وو چې د نامعلومه موټر سایکلو سپرو له لورې ووژل شو.

فرهاد وايي چې د افغانستان دښمنانو دغه کار د مذهبي تفرقي د رامنځته کېدو په هدف کړی دی.

د مسولینو په وینا که څه هم د پیښې عاملین په تیښته بریالي شوي خو د قضیې د څیړولو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG