د لاسرسي ځای

تازه خبر

شل شرکت به په ايران کې د تيلو پر زېرمو کار کوي


له کله چې د ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ جوهري تړون شوی له هغه را وروسته شل په نړيواله کچه تر ټولو لويه کمپنۍ ده چې په دې هېواد کې د تيل او ګيس موندولو پر زيرمو کار کوي.

د يوې سودا له مخې به د تيلو شرکت شل د ايران تيل او ګيس موندلو پر درې زېرمو کار کوي.

له کله چې د ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ جوهري تړون شوی شل په نړيواله کچه تر ټولو لويه کمپنۍ ده چې په دې هېواد کې د تيل او ګيس موندولو پر زيرمو کار کوي.

د چارشنبې په ورځ شوې دا سودا به شل کمپنۍ ته موقع په لاس ورکړي چې د ايران په جنوبي اذيديګان او یاداروان سيمو کې د تيل او ګيس ممکنه زيرمو د کچې اندازه ولګوي.

زېرمي د عراق پولې سره نږدې دي.

شل شرکت په ۲۰۱۰ م ميلادي کال کې پر ايران د نړيوالو بنديزونو وروسته په دې هېواد کې کار تړلی وو.

دا په ايران کې په تيرو ۲۰ کلونو کې د تيل او ګيس تر ټولو لوی دريافت دی او د تهران د اټکل له مخې يواځي اذيديګان کې د لس اربه امريکايي ډالر تيل او ګيس ذخیره دي.

د شل کمپنۍ مرستيال مشر هيز نجکيمپ وايي، خو شاله دی چې په ايران کې بيا کار پیلوي او دده په وينا د ايران او شل ترمنځ دغه سودا د اړيکو يو نوی باب پرانستی دی.

شل په ۲۰۱۰ م ميلادي کال کې پر ايران د نړيوالو بنديزونو وروسته په دې هېواد کې کار تړلی وو.

د تړون دستورې ته د شل مرستيال مشر وويل، د تيلو نړيوال بازار لا هم تر فشار لاندې دی خو ايران نه يواځي د تيلو نړيوال بازار باثباته کړبلکې خپل اقتصاد ته يې هم نوی ژوند ورکړ.

دغه معامله به شل کمپنۍ ته موقع په لاس ورکړي چې د ايران په جنوبي اذيديګان او یاداروان سيمو کې د تيل او ګيس ممکنه زيرمو د کچې اندازه ولګوي.

شل، ټوټل او د تيلو نور غربي شرکتونو به هغه وخت له خطر سره مخامخ شي که د امريکا منتخب ولسمر ډونلډ ټرمپ خپله هغه ژمنه پوره کړه چې که و ټاکل شو نو له ايران سره به جوهري تړون يا ختم کړي يا به يې ورباندې له سره خبرې اترې پیل کړي.

په تړون کې ويل شوي وو، ايران به جوهري پروګرام ختموي او په ځواب کې به ورباندې نړيوال اقتصادي بنديزونه نرم کړل شي.

XS
SM
MD
LG